تازه خبرونه
په تالقان ښار کې د جنایي جرمونو د ډېروالي لامل د امنیې ‘قوماندانۍ سرپرستي’ ده
د تخار د ولایتی شورا یو شمیر غړي او محلی چارواکي وایی په تالقان ښار کې د جنایي جرمونو د ډېروالي لامل د امنیې قوماندانۍ سرپرستي ده.
دوی همدا راز امنیتي چارواکي په ناغیړی تورنوي او وايي پنځه میاشتې کېږي چې د امنیي قومانداني د سرپرست له خوا اداره کیږي چې د نا امنی د ډیروالي لامل شوي. د دغه ولایت اوسیدونکي هم له حکومت غواړي چې دغه ولایت ته امنیه قوماندان معرفي کړي.
په تخار کې د جنایی جرمونو تر ډیروالي وروسته د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند وايي پولیس په دغه ولایت کې په خپلو مسولیتونو کې پاتې راغلي او د ملي یووالي حکومت په واکمني کې ډیره موده د امنیي قومانداني د یوه سرپرست له خوا اداره کیږي چې ستونزې ډیرې او نا امني هم ډیرې شوې دي.
د تخار د والي ویاند، سنت الله تیمور و وېل: “په دې وروستیو کې د جنایي جرمنو زیاتوالی او د ځینو مسلحانه وژنو زیاتوالی چې موږ یې هم شاید یو او پولیس هم دې برخه کي نا کام دي په بشپړه توګه د اندېښنې وړ ده”
د تخار د ولایتي شورا غړي هم د امنیي قوماندانۍ سرپرست په نه پاملرنه تورنوي او لامل یې دوامداره سرپرستي ګڼي.
د تخار د ولایتي شورا غړې، ماریه تیموري ووېل: “غیر مسووله وسله وال هم زیات شوي اصلي ستونزه همدا د سرپرستي ده چې دې ستونزو ته رسیدګي نه کېږي”
د یادونې وړ ده چې دوه ورځې پرلپسې مو هڅه وکړه چې د تخار د امنیي قوماندان او امنیت آمر نظر واخلو؛ خو دوی په دې اړه څه ویلو ته حاضر نه شول؛ خو د امنیې قوماندانۍ ویاند دا تورونه ردوي او وایي پولیس په لږ تشکیل سره هم هڅه کوي چې امنیت ټینګ او امنیتي وضعیت کابو کړي.