بلخ @ps

په بغلان کې د ملي امنیت د یوه افسر مړی موندل شوی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د بغلان د ولایتي شورا غړي وايي، په بغلان کې د ملي امنیت د څلورمې حوزې د آمر تورن محمد ابراهیم مړی موندل شوی دی.

دوی وایي، نوموړی د اطلاعاتو د ترلاسه کولو په موخه دې ولسوالی ته لیږل شوی و.

د بغلان د ملي امنیت د څلورمې حوزې د آمر تورن محمد ابراهیم یو خپل احمد ضیا بقا وايي، وسلوالو نوموړی له یودیني عالم سره له درې ورځو ځورونو وروسته پر ډزو وژلی او مړي يی د دوشي ولسوالۍ له کیله ګي سیمې ترلاسه شوی دی.

د بغلان د ولایتي شورا غړی محمد ظریف ظریف ټینګار کوي، چې په دې پېښه کې غفلت شوی دی.

د بغلان د ملي امنیت ریاست د پېښې په اړه څه نه وايي.

د ملي امنیت د کارمند کورنۍ له ولسمشر او ملي امنیت څخه غواړي، چې دا پېښه په جدي توګه وڅېړي.

تورن محمد ابراهیم اته کاله په ملي امنیت کې دنده ترسره کړې، دوه زامن او یوه لور ترې پاتې دي.

Trending

Exit mobile version