تازه خبرونه

که طالبان د سولې خبرو ته حاضر شي، د دفتر په اړه به یې هیڅ راز ستونزه نه وي-عبدالله

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ملي وحدت حکومت اجرائیه ريیس وايي؛ که داسې ورځ راشي، چې وسلوال طالبان د سولې په خبرو کې ګډون وکړي او خبرې وغواړي، نو په کابل کې د هغوی د سیاسي دفتر د پرانیستې په وړاندې باید هیڅ ډول ستونزې رامنځته نه شي.

په کابل کې د وسلوالو طالبانو لپاره د سیاسي دفتر د پرانستلو له احتمال وروسته ځينې اندېښنې راپورته شوې؛ خو اجرائيه رييس عبدالله عبدالله وايي، افغانستان د جګړې تر ټولو دروند پيټې پر اوږو وړي او که طالبان د سولې خبرو ته حاضر شي، د دفتر په اړه به یې هیڅ ډول ستونزې نه وي.

ښاغلی عبدالله په دې باور دی؛ تر اوسه وسلوال طالبان د سولې لپاره هیڅ اراده نلري، په داسې حال کې، چې د هغه په باور افغان دولت له وسلوالو طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره هیڅ ډول شرط نه دی وړاندی کړی.

اجرايي ريیس عبدالله عبدالله وایي، سوله د خلکو د حقونو تر پښو لاندې کولو معنا نلري او دا هغه ډالۍ نه ده ، چې له جیبه یې راوباسي او د خپلې خوښې سړي ته یې ورکړي.

که څه هم افغان دولت له کلونو راهیسې هڅه کوي، چې وسلوال طالبان د سولې خبرو ته حاضر کړي؛ خو دغه هڅې تر اوسه هیڅ لاسته راوړنه نلري او طالبانو تل ورسره خبرې رد کړې دي.

خبریال: فواد ناصري

Trending

Exit mobile version