تازه خبرونه

په عزنې کې طالبانو پر عشر او ذکات نه ورکوونکیو لویې لارې تړلي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د غزني ولایتي شورا غړي وایي، د عزنې د قرباغ ولسوالۍ د څو کلیو اوسیدونکيو، چې طالبانو ته یې د عشر او ذکات له ورکولو ډاډه کړې؛ طالبانو پرې دغو کلیو ته د تګ راتګ ټولې لارې تړلې دي.

د غزني ولایتي شورا غړی حس رضا یوسفي وایي، وسلوالو طالبانو د غزنې ولایت د قرع باغ ولسوالۍ ځینې لارې په دې موخه تړلې، چې د اړوند سیمې اوسیدونکي طالبانو ته عشر او ذکات نه ورکوي.

د غزني والي ویاند محمد عارف نوري دغه ستونزه تائیدوي او وایي، طالبان دغو کلیو ته په ورغلو لارو کې ماینونه هم ښځ کړي دي.

د غزني والي ویاند دا هم په ډاګه کړې، چې وسلوالو طالبانو د سې شنبې په شپه د مقر او اندړ ولسوالیو پر پوستو بریدونه کړي، چې په پایله کې یې درې سرتېرو خپل  ژوند له لاسه ورکړې او پېنځه نور ټپیان دي.

Trending

Exit mobile version