تازه خبرونه

په غزني کې رسنۍ طالبانو ته مالیات ورکوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په غزني کې د رسنیو یو شمېر مسوولینو ویلي، چې د بیان آزادۍ د ارزښتونو د ساتنې او د کارکوونکیو د خوندیتوب لپاره یې هر کال طالبانو ته تر دوه سوه زره پاکستانۍ کلدارې د مالیې په توګه ورکړي دي.

په غزني کې د خبریالانو په وړاندې د ګواښونو تر څنګ د رسنیو ځینې مسوولینو په ډاګه کړې؛ سربېره پر دې، چې دولت ته مالیه ورکوو، اړ یو طالبانو ته هم د مالیې په ډول پیسې ورکړو.

د یوې رسنۍ مسوول وایي، د بیان آزادۍ او د خبریالۍ د ارزښتونو د ساتنې او د کارکوونکیو د خوندیتوب لپاره مو هر کال طالبانو ته دوه سوه زره پاکستانۍ کلدارې د مالیې په توګه ورکړي دي.

د رسنیو لخوا طالبانو ته د مالیې ورکړه په کابل کې د رسنیو د ملاتړو بنسټونو له غبرګون سره مخ شوې ده.

دوی وایي،

د آزادو رسنیو د ملاتړ بنسټ رییس مجیب خلوتګر وایي دغه کار خپله د بیان آزادۍ ته دروند زیان اړوي. د بیان له آزادۍ د افغانستان حکومت ساتنه کوي. که زیان ور رسیږي؛ د دې دا معنا ده، چې حکومت پخپل کار کې ناکام دی.

د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې صدیق الله توحیدي ویلي، چې له اړوند امنیتي ادارو سره خبرې شوي؛ که کومه رسنۍ تر ګواښ او فشار لاندې راځي، هغه به د امنیتي ځواکونه تر ساتنې لاندې نیسي او په دې توګه باید یوه افغانۍ هم د مالیې په توګه ورنکړي.       

کورنیو چارو وزارت تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د بیان آزادي د حکومت یوه مهمه لاسته راوړنه ده، په تېره څه باندې یوه لسیزه کې خبریالان له راز راز ګواښونو او خطرونو سره مخ شوي او د خبریالانو په وړاندې د سلګونه مورده تاوتریخوالي تر څنګ څه باندې پنځوس خبریالانو د دندو پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

خبریاله: لیدا نیازۍ

Trending

Exit mobile version