تازه خبرونه
په غزني کې ۶ پولیس د غلا او قتل په تورنیول شوي
دغزني امنیتي چارواکو ويلي، چې د غزني ولایت د قره باغ او ګیلان ولسوالیو په اړوند سیمو کې۶ پولیس او دوه د دوی ملاتړي نیول شوي، چي د کابل ـ کندهار پر لویه لار به یې د خلکو پرځورونه او وسلوالو غلاوو لاس پورې کاوه.
د غزني امنیه قومندان محمد زمان خوستی د څرګندونو له مخې؛ دغه اته کسه زمونږ د تېرو څلور ورځو د پلان له مخې نیول شوي، چي په کې د ملي او سیمه ییزو پولیسو ۶ تنه سرتېري هم شته.
له دغو کسانو سره دوه غلا شوي موتر او دوه میله غیر قانوني وسله هم د پولیسو لاس ته ورغلې ده.
د نیول شویو ۸ تنو غلو په اړه څېړنې روانې دي؛ خو یو نیول شوی کس ځان بې ګناه بولي.
ښاغلی خوستی زیاتوي؛ دا هغه کسان دي، چې د لارې د امنیت لپاره ګومارل شوي وه او د جنایتکارانو پر وړاندې یې وسله اوږې ته کړې وه؛ خو بې خبره له دې، چې دا د خلکو ساتونکي خپله تر خولې په فساد، جنایت او سړي تښتونه کې ښکېل ول.
له دې مخکې پر یاده لویه لار د مسافرینو د ځورولو او له دریورانو د ناقانونه افغانیو د تر لاسه کولو خبر ورکړ شوی و؛ خو امنیتي چارواکي یې د عاملانو پر نیولو بریالي شوي نه دي.