تازه خبرونه

په ختیځو ولایتونو کې د ګوزڼ ضد واکسینو کمپاین پیل شو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

 مسوولین وايي، د یکشنبې په ورځ په ختیځ کې د ګوزڼ ضد درې ورځنی کمپان پیل شو.

د ننګرهار د عامې روغتیا مرستیاله مقدسه معراج  وایي، چې  کونړ او ننګرهار پر دیورند کرښه پراته ولایتونه دي؛ ځکه، نو په کې د ګوزڼ خطر هم ډېر دي.

د نوموړې په وینا؛ په ټول ختیځ کې به یو میلون او دوه ویشت زره ماشومان واکسین شي، چې اوه سوه زره یې د ننګرهاردي؛ خو په څلور ولسوالیو کې شاوخوا پېنځلس زره ماشومان له واکسینو پاتې کیږي.  

مقدسه معراج زیاتوي، په تېرو دورو کې د ختیځ زون اویا زره ماشومان له واکسینو پاتې کیدل، چې له مخالیفینو سره له تفاهم وروسته  اوس پېنځلس زه ماشومان د ننګرهار په څلورو ناامنه ولسوالیو کې له واکسینو پاتې کیږي.

دیني عالم عتیق الرحمان د واکسینو تطبیق حلال بولي او وايي؛ هغوی، چې له واکسینو سره مخالفت کوي د نورو د ګټو قربانیان دي.

نوموړی له خلکو غواړي، چې خپل ماشومان واکسین او له رضاکارانو سره مرسته وکړي.

په تېرودوه کالونو کې د پولیو کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې؛ خو تازه په کندوز، هلمند او کندهار ولایتونو کې یوه یوه  پېښه ثبت شوې ده.

ویل کیږي، چې په ځینو سیمو کې له واکسینو سره مخالفت شوی و.

یولیو یا ګوزڼ یوه ساري ناروغي ده، چې له پېنځه کلونو کم عمره ماشومان پرې اخته کیږي او د هغوی د دایمي فلج لامل کیږي.

یاده ناروغي درملنه نه لري او مخنیوی یې همدا واکسین کوي.

د یادونې وړ ده، چې سږکال له پاکستان څخه هېواد ته د ستنو شویو کډوالو لس کلن ماشومان هم واکسین شوي دي.

خبریال: رحمت الله زیارمل

Trending

Exit mobile version