تازه خبرونه

په غزني کې ۸ سیمه ییز پولیس وژل شوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

تېره شپه طالبانو په یو ډله ییز برید کې د غزني ولایت د ده یک ولسوالۍ اته سیمه ییز پولیس وژلي دي.  

د غزني والي ویاند محمد عارف نوري پېښه منلې او وایي؛ تېره شپه لس نیمې بجې د دې ولسوالۍ د رباط په کلي کې د سیمه ییزو پولیسو پر پوځي اډه طالبانو ډله ییز وسلوال برید کړی، چې په کې اته سیمه ییز پولیس وژل شوي دي.

ښاغلی نوري زیاتوي، چې په دې نښته کې طالبانو ته هم تلفات اوښتي؛ خو کره شمېر یې څرګند شوی نه دی.

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده مخکې په اوسپنیز نومو عملیاتو کې یو شمېر سیمې د طالبانو له شتون پاکې شوې وې.

Trending

Exit mobile version