بلخ @ps
په سرپل کې په مرموزه توګه یو ځوان وژل شوی او یو بل ځان وژلی
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
په سرپل کې د جنایی جرمونو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د جمعې په شپه د سرپل د مرکز له چرمګرۍ سیمې د یوه ۲۵ کلن ځوان مړی موندلی، چې په مرموزه توګه وژل شوی دی.
د سرپل امنیه قومندان خلیل الله دستیار زیاتوي، د وژل شوي د پلار د ادعا له مخې دوه تنه تر تعقیب لاندې دي.
هغه دغه راز وایي؛ په سرپل کې یوه بل ۲۵ کلن ځوان د مغل عربیه په کلی کې ځان وژنه کړې، چې لامل یی نه دی روښانه شوی.
د سرپل د ولایتي شورا غړی محمد علی حکیمي په ځوانانو کې د ځان وژنې د پېښو پر زیاتوالي اندېښنه ښودلې او وایي، چې لامل یې وزګارتیا ، بېوزلي او کورنی تاوتریخوالی دی.
څه موده وړاندې د سرپل چارواکو له سوزمه قلعه څخه په یوه وخت کې د یوه ځوان او یوې نجلې له ځان وژنې خبر ورکړی و.
چارواکي وایي، د دواړو پېښو په اړه د پولیسو څېړنې روانې دي.