تازه خبرونه

په غزني کې د خلکو لاریون درې ورځنی شو!

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د غزني د قره باغ ولسوالۍ د زرګونه اوسیدونکیو پیل شوی لاریون درېیمې ورځې ته راوغزیدو او د کابل ـ کندهار لویه لار هم د ترافیکو پر مخ تړلې پاتې ده.

د قره باغ ولسوالۍ د شېرآباد کلي اوسیدونکي وايي، د نیختي کلي قومي اربکیانو د ابراهیم په نامه د یوه تن پر کور برید کړی، یوه میرمن، یو ماشوم او یو ځوان یې وژلي،  دوه ټپیان دي او دوه نور یې ژوندي وړي دي.

لاریون کوونکي له حکومت غواړي، چې د وژل شویو پوښتنه دې وکړي او ژوندي نیول شوي خلک دې ژر تر ژره راخوشې شي.

له تېرو درې ورځو راپدیخوا د قره باغ ولسوالۍ زرګونه اوسیدونکي د غزني په مرکز کې راټول شوي او د تحصین خیمې یې وهلي دي.

تېره ورځ د غزني والي ویاند محمد عارف نوري ویلي وه، چې له لاریون کوونکیو سره خبرې روانې دي، چې دغه لاریون په سوله ییز ډول پای ته ورسوي؛ دیني عالمانو او د سولې سیمه ییزې شورا هم هڅې پیل کړي؛ خو تر دې دمه یې خبرې پایله نلري.

لاریونکوونکیو ویلي؛ تر هغې به یې لاریون روان وي، چې دغو سیمو د دواړو قومونو تر منځ تاوتریخوالی پای ته رسیدلی نوي. دا په داسې حال کې ده، چې په تېر کې د نیختې اوسیدونکیو هم د ږرته لانجو غږ پورته کړی و؛ خو هغه مهال هم د دغو قومي اربکیانو تر منځ شخړو ته د حل لار نه موندل شوې.

د یادونې وړ ده، چې  پر غزني سربېره په خوست کې هم د کمپاین عسکرو پر ضد لاریون روان دی او د نادرشاه کوټ ولسوالۍ د پېښې په غبرګون کې زرګونه خلک راوتلي دي.

Trending

Exit mobile version