تازه خبرونه

په غزني کې یو ځوان له شل ورځني بنده ژغورل شوی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

افغان امنیتي ځواکونه وایي، په غرنې کي د طالبانو له بنده ژغورل  شوی ځوان وایي شل ورځې یی په بند کې تیرې کړې او سخت شکنجه شوی دی.

 امنیتي چارواکي زیاتوي، چې ژغورل شوی ځوان وکیل نومیږي. هغه په لوګر کې  له دولت سره د همکارې په تور نیول شوی و او د غزني په ګیلان ولسوالۍ کې ساتل کیده.

وکیل نومی ځوان وایي؛ د لوګر په تنګي سیمه کي مې کار کاوه، چې وسلوالو طالبانو ونیولم او شل ورځې د دې ډلې په بند کې وم.

ژغورل شوی وکیل، چې ویل کیږي دولت ته د جاسوسې په تور نیول شوی و وایي، شل ورځې تر ځورونې لاندې وم او ان یوډول پیچکارۍ هم راته کیدې.

د هغه پلار رحیم نومی له امنیتي ځواکونو مننه کوي، چې د زوی په خوشي کولو کې یی هڅې کړې دي.

د غزني د امنیه قومندانۍ د امنیت آمر رمضان علی وايي؛ طالبانو غوښتل، چې وکیل نومی صحرایي محاکمه کړي.

ویل کیږي، چې طالبان ډېر کله د سیمې اوسیدونکي له دولت سره د همکارې په تور ځوروي.

Trending

Exit mobile version