بلخ @ps

په بغلان کې یو کس څلور میرمنې وژلي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

ځایي اوسیدونکي وایي، چې تېره شپه د بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې یو کس لومړی څلور میرمنې پر ډزو وژلي او بیا یې ځانوژنه کړې ده.

د بغلان ولایت امنیه قومندان اکرام الدین سریع د یوه نرینه او څلور میرمنو د وژل کیدو د پېښې پخلی کوي؛ خو وایي، چې پولیسو د پېښې په اړه څېړنې پیل کړې دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ پولیس غواړي جوته شي، چې یو نرینه او څلور میرمنې څنګه وژل شوي او یا دا، چې دغه نرینه لومړی میرمنې وژلي او بیا یې وروسته ځانوژنه کړې ده.

Trending

Exit mobile version