تازه خبرونه

په جعلي او نمایشي ټاکنو کې ګډون نکوو- طالبان

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

وسلوالو طالبانو د ولسمشر اشرف غني د غوښتنې او بلنې په ځواب کې، چې طالبان دې په راتلونکیو ټاکنو کې ګډون وکړي؛ ویلي، چې : په جعلي او نمایشي ټاکنو کې ګډون نکوو.

دوی له خلکو هم غوښتي، چې په دې ټاکنو کې ګډون ونکړي.

په هغه خبرپاڼه کې، چې طالبانو خپره کړې راغلي، چې بهرني ځواکونه تر دې دمه په هېواد کې حضور لري او ټولې پرېکړې د هغو لخوا رامنځته کیږي.

ولسمشر غني تېره ورځ د نوملیکنې پر مهال له طالبانو وغوښتل، چې له دغه فرصته دې ګټه پورته کړي او په ټاکنو کې دې ګډون وکړي.

ټاکل شوې، چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو  ټاکنې د روان کال د تلې پر ۲۸ تر سره شي.

Trending

Exit mobile version