بلخ @ps
په سرپل کې یوې ۱۶ کلنه نجلۍ د ځانوژنې له هڅې وروسته سا ورکړې
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د سرپل د سوزمه قلعه یوې ۱۶ کلنې نجلۍ، چې د حکومت په تر واک لاندې سیمه کې یې له صحرایي محاکمې وروسته د ځانوژنې هڅه کړې وه؛ نن یې په مزارشریف ښار کې ساه ورکړه.
د دغې نجلۍ کورنۍ، چې د هغې مړې یې د سرپل ولایت د ښځو چارو ریاست ته رالیږدولی وایي، چې لور یې د سیمه ییزو زورواکانو ظلم او زور ځانوژنې ته اړ کړې وه.
د ښځو چارو ریاست هم د دغې نجلۍ د صحرایي محاکمې پېښه تائید کړې؛ خو سیمه ییزو مسوولینو په دې اړه څه نه دي ویلي.
دغې نجلۍ یوه میاشت مخکې له هغه ځوان سره، چې دې ورسره مینه لرله د ځانوژنې هڅه وکړه؛ خو هڅه یې د مرګ لامل نشوه.
ځانوژنه د زورواکانو د پرېکړو او کورنیو ستونزو پر لامل د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې پراخه شوې، چې ډیري قربانیان یې نجونې دي.