تازه خبرونه
په غزني کې د طالبانو بریدونه پر شا وتمبول شول
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
سیمه ییزوچارواکو څرګنده کړې، چې تېره شپه په غزني کې یو ځل بیا د طالبانو بریدونه پر شا وتمبول شول او ځاني زیان هم وراوښتی دی.
د غزني ولایت د امنیه قومندانۍ د خبرپاڼې له مخې؛ په ګیرو او اندړ ولسوالیو کې طالبان پر شا وتمبول شول.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په رامنځته شویو نښتو کې ۱۲ وسلوال طالبان وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي.
سرچینې دا هم په ډاګه کړې، چې په دې نشته کې د عامه نظم درې پولیس هم وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.