تازه خبرونه

په غزني کې دوه پولیس د مهماتو او پوځي جامو د پلور په تور نیول شوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د غزني امنیه قومندان وایي، چې د مهماتو او پوځي جامو د پلور پر تور شاکر او صفی الله نومي دوه پولیس لاس په لاس نیول شوي، چې له کلونو را پدیخوا یی په غزني کې د پولیسو په لیکو کې دنده درلوده.

د دې ولایت امنیه قومندان فرید احمد مشعل وايي؛ دوی پر وسلوالو طالبانو مهمات او پوځي جامې پلورلې، چې له اسنادو او شواهدو سره نیول شوي دي.

هغه زیاتوي، دوی له کلونو را په دیخوا دا کار کاوه، چې دا دی اوس افشا او ونیول شول.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره اوونې هم په غزني کې دوه پولیس له طالبانو سره د همکارې په تور نیول شوي وه.

Trending

Exit mobile version