تازه خبرونه
په غزني کې د دفاع وزیر پر امنیتي ناستې توغندي توغول شوي
د غزني ولایت سیمه ییزو چارواکو منلې، چې د یکشنبې پر ورځ یوولس نیمې بجې د دفاع وزیر پر امنیتي ناستې توغندي توغول شوي دی.
ویل کیږي، چې د غزني ولایت په انګړ کې هغه مهال دوه توغندي ولګیدل، چې دفاع وزیر، د کورنیو چارو وزارت سلاکار او امنیتي مرستیال، د ملي امنیت عمومي ریاست مرستیال او د سیمه ییزو ارګانونو د پالیسۍ مرستیال له سیمه ییزو چارواکو سره د دغه ولایت د امنیتي حالت په اړه خبرې کولې.
تر دې دمه کومې ډلې د دغو توغندیو د توغولو پړه پر غاړه نده اخیستې.
د غزني والي ویاند محمد عارف نوري ویلي، چې یو توغندی د دغه ولایت د ښاروالۍ پر دفتر لګیدلی، چې تلفات نلري؛ خو یوې بلې سرچینې د تلفاتو د رامنځته کیدوادعا کړې ده.
دفاع وزیر طارق شاه بهرامي، د ملي امنیت عمومي ریاست مرستیال او د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال سهار مهال د غزني ولایت د امنیتي حالت د څېړلو لپاره دغه ولایت ته سفر کړی و.
غزني ولایت ته په تېر یو کال کې دا د دفاع وزیر دوه یم سفر دی، چې د امنیتي حالاتو د څېړلو په موخه تر سره کیږي.