تازه خبرونه

په جده کې دیني عالمانو د افغانستان د جګړې د پای ته رسیدو غوښتنه وکړه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د جدې په کنفرانس کې د ۵۷ هېوادونو دیني عالمانو د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو غوښتنه وکړه.

په سعودي عربستان کې دغه دوه ورځنی کنفرانس د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان له خوا جوړ شوی، چې د پاکستان ۱۵ دیني عالمانو ته په کې بلنه ورکړشوې وه؛ خو یوازې یو کس یې ګډونوال شو.

دا لومړی ځل دی، چې د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان ځان ژمن یاد کړ، چې په افغانستان کې به د سولې رامنځته کیدو ته بشپړې هلې ځلې کوي.

د اسلامي همکاریو سازمان سکرتر جنرال یوسف بن احمد العثمین وایي: زه د اسلامي همکاریو د سازمان په استازولۍ وایم، چې مونږ په افغانستان کې د سولې او ثبات رامنځته کیدو لپاره کلک ژمن یو.

د عربستان حج او اقافو او اسلامي امورو وزیر صالح ابن عبدالعزیز ال شیخ وایي: د سعودي عربستان د مشرانو او عالمانو او د اسلامي امت د ټولو عالمانو نیکبختي د افغانستان د ستونزو په حل او یووالي کې ده.

افغانستان د اسلامي همکاریو سازمان له هېوادونو څخه اته غوښتنې کړي، چې په کې مهمې د افغانستان په جګړه کې له دواړو خواو د اوربند او سولې غوښتل، طالبان حرمینو ته د خبرو لپاره رابلل، د افغانستان د جګړې په اړه د سازمان د دریځ روښانه کول او له همدې کنفرانس څخه د یوه داسې پلاوي ټاکل، چې له طالبانو سره خبرې وکړي.

د علماوو شورا غړی شفیق صمیم څرګنده کړې: د سعودي له پاچا عاليقدر سلمان بن عبدالعزيز او د سعودي عربستان له حکومته هيله کوو، چې سولې او مذاکراتو لپاره دې طالبان حرمينو ته دعوت کړي.

د اسلامي همکاریو سازمان د بشري حقونو کمیشنره اصیلا وردګ وایي: افغان حکومت دې ښځو ته هم د سولې په اړه په خبرو اترو کې د ګډون پراخه ونډه ورکړي.

ایران ته په دې کنفرانس کې د ګډون بلنه نه وه ورکړشوې؛ خو له پاکستان څخه، چې ۱۵ دیني عالمان رابلل شوي و یوازې ۱ کس ګډون وکړ. چارواکي د پاکستان د نورو عالمانو د نه ګډون دلیل دا بولي، چې په بلنلیک کې لیکل شوي: د افغانستان د اسلامي حکومت پر وړاندې ځینې ترهګرې او مافیايي ډلې جګړه کوي، چې په دې اړه باید اسلامي نړۍ خپل غږ پورته کړي.

خبریال: خلیل الرحمن امید له جدې څخه

Trending

Exit mobile version