بلخ @ps

په بغلان کې د ټاکنو کمیسیون دفتر د لیرې شویو نوماندانو ملاتړیو تړلی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په بغلان کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون سیمه ییز دفتر اوس هم د ولسي جرګې د هغو نوماندانو د ملاتړیو له خوا تړل شوی، چې د ټاکنو له وروستي نوملړه لیري شوي دي.

دوی له ټاکنو کمیسیون غواړي، چې له نوملړ څخه د ایستل شویو نوماندانو د ایستلو لامل روښانه او غوښتنو ته یې پاملرنه وشي.

په بغلان کې د ټاکنو له وروستي نوملړه د لیري کړشویو نوماندانو ملاتړی معترض عبدالفغور له کمیسیون غواړي، چې د ایستل شویو کسانو د ایستل کیدو لامل  دې روښانه شي.

دوی ټینګار کوي، چې د کمیسیون سیمه ییز دفتر ته به تر هغې د فعالیت اجازه ور نکړ شي، چې غوښتنو ته يی پام نه وي شوی.

په بغلان کې د ټاکنو کمیسیون د سیمه ییز دفتر دروازه له تېرو لس ورځو راپدیخوا تړل شوې ده.

 

Trending

Exit mobile version