تازه خبرونه
په غزني ښار د طالبانو د همکارانو او غلو نیول پیل شوي
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
په غزني ښار کې امنیتي ځواکونو د هغو کسانو نیول پيل کړي، چې په غزني ښار کې یې د وسلوالو د برید پرمهال له طالبانو سره همکارې کړې او یا یې هم غلاوې کړي دي.
امنیتي چارواکو ویلي، چې د غزني ښار او د دغه ښار له اړوند څنډو څخه شپږ کسان د غلا او شپږ نور له طالبانو سره د همکارۍ په تور نیول شوي دي.
د غزني امنیه قومندان فرید احمد مشعل وايي؛ هیچا ته د ورانکارو فعالیتونو اجازه نه ورکول کیږي او ټول هغه کسان به ونیول شي، چې له قانون یې سرغړونه کړې وي.
د غزني امنیه قومندان مشعل زیاتوي؛ د وسلوالو پرضد چاڼیز عملیات د غزني په څو سیمو کې روان دي او په تېرو څلیریشت ساعتونو کې ۲۷ وسلوال وژل شوي دي.
په غزني کې د پلورنزیو یو شمېر پلورونکي ادعا کوي، چې پلورنځي یې امنیتي ځواکونو غلا کړي دي. چارواکي وایي، غله او طالب همکاران که هرڅوک وي نیول کیږي او سزا ورکول کیږي.