تازه خبرونه

په غزني کې تښتول شوي ۱۹ کسان راخوشې شول

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

 

په غزني کې د قومي مشرانو پر منځګړیتوب هغه نولس کسان راخوشې شول، چې څو ورځې مخکې طالبانو تښتولي وه.

په تښتول شویو کسانو کې اته یې د جاغوري او پاتې د نورو سیمو اوسیدونکي دي، چې له لارې طالبانو وړي وه.

د ولایتي شورا یو غړی وایي، طالبانو دغه کسان سخت وهلي هم دي.

د غزني د ولایتي شورا غړی حسن رضا یوسفي وایي، د جاغوري لار ناامنه شوې او ځینې لارې یې تړلې دي.

نوموړی له حکومت غواړي، چې د دې ولسوالۍ د لارو امنیت خوندي کړي.

د ولایتي ادارې ویاند محمد عارف نوري وایي، لار پرانیستې ده؛ خو وروستۍ پېښې خلک وېرولي دي.

د والي ویاند نوري زیاتوي؛ طالبانو یو هاموې موتر، چې مخکې یې نیولی و، د چهارشنبې پر مازیګر په کې ځای پر ځای شوي چاودیدونکي توکي، چې پر یوه حکومتي مرکز برید ته چمتو شوي وه، وچودل، چې په کې څلور طالبان وژل شوي دي.

طالبانو  وړاندې له دې هم له هغو دولتي وسایطو څخه د بریدونو لپاره کار اخیستی، چې په جګړو کې یې نیولي دي.

Trending

Exit mobile version