تازه خبرونه

په سعودي عربستان کې د امریکا په ګډون د سولې څلور اړخیزه ناسته جوړیږي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د سولې عالی شورا په روانه اوونۍ کې د ریاض په کوربتوب د افغانستان، امریکا، متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان په ګډون له څلور اړخیزې ناستې خبر ورکوي.

د سولې عالي شورا وایي؛ د دې ناستې موخه دا ده، چې د سولې خبرو ته آسانتیاوې برابرې شي.

د دغې شورا د دارالانشاه مشر اکرم خپلواک وایي، په دې ناسته کې به له طالبانو سره د خبرو پر ضمانتونو خبرې وشي.

ښاغلي خپلواک دا هم ویلي، چې د سولې عالي شورا او عالمانو شورا یو ګډ پلاوی به ډېر ژر له طالبانو سره د خبرو لپاره د قطر سیاسي دفتر ته ولاړ شي.

د امریکا ان بي سي تلویزیوني شبکې د طالبانو له قوله څرګنده کړې، چې د طالبانو مرکچیان په اماراتو او قطر کې له امریکایانو سره غږیدلي.

دغه تلویزیون دا هم په ډاګه کړې؛ امربکایان پېنځه کسان ول.

په دې اړه د ولسمشر ویاند محمد هارون چخانسوري وایي، چې د افغانستان حکومت تل ویلي، چې د سولې خبرې باید د افغانانو په مشرۍ تر سره شي؛ ځکه د سولې ابتکار هم د حکومت او خلکو دی.      

د افغانستان د عالمانو شورا رییس قیام الدین کشاف د سولې په خبرو کې د عرب هېوادونو رول مهم بولي. او هیله من دی، چې غوره پایله به ولري.

مخکې له دې د عربستان په ریاض او جده ښارونو کې د اسلامي عالمانو په یوه ناسته کې د افغانستان پر روانه جګړه بحث شوی او دغه جګړه ناروا وبلل شوه او دا دریځ په کابل کې د خلکو له تود هرکلي سره مخ شو.

د یادونې وړ ده، چې په ۱۹۹۱ کال کې هم ریاض د مجاهدینو د رهبرانو شورا کوربه و؛ خو هغه مهال د ګوندونو او تنظیمونو د مشرانو تر منځ پر سوله هوکړه رامنځته نشوه. وګورو، چې دغه هېواد به د افغانستان د خلکو د سولې لپاره سیاسي او مذهبي مشران څنګه نږدې کړي.  

Trending

Exit mobile version