بلخ @ps
په بغلان کې له ۱۶ امنیتي سرتېري او څلور طالبان وژل شوي
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د بغلان ولایتي شورا وایي، په بغلان کې د وسلوالو په برید کې ۱۶ امنیتي سرتېري وژل شوي دي.
د بغلان ولایتي شورا رییس محمد صفدر محسني ویلي، چې طالبانو د مرکزي بغلان د انګورباغ په سیمه کې د پولیسو او ملي اردو پر پوستو بریدونه کړي؛ ۱۶ سرتېري وژل شوي او ۱۱ یې ټپیان دي.
هغه باور ي دی، چې طالبانو په دې پوستو کې نفوذي کسان درلودل.
د بغلان والي ویلي، چې تېره شپه په ډنډ غوري کې د امنیتي ځواکونو له خوا عملیات شوي، چې د طالبانو د سرې قطعې ۶ کسان په کې وژل شوي.
طالبانو په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې د امنیتي پوستو په برید کې ۱۴ سیمه ییز پولیس هم وژل شوي او ټول تجهیزات ترې نیول شوي دي.
بغلان والي د طالبانو دا ادعا رد کړې ده.