تازه خبرونه
په رای پاڼو کې د ولسي جرګې لپاره د نوماندانو پچه اچونه پیل شوه
چارواکي وايي، چې په رای پاڼو کې د ولسي جرګې لپاره د نوماندانو پچه اچونه به د نړیوالو څارونکیو، مدني ټولنو، سیاسي ګوندونو او رسنیو په مخ کې په بشپړ ړنښت تر سره شي.
د ولسي جرګې د نوماندانو نوملړ وروستی شوی او د یکشنبې پر ورځ( د زمري پر ۲۱) په رای پاڼو کې د نوماندانو د ځای مشخصولو لپاره پچه اچونه پیل شوه.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون رییس عبدالبدیع صیاد نوماندانو ته ډاډ ورکوي، چې په دې بهیر کې هیڅ ډول ټګي برګي نشته؛ په کابل کې د ټولو څارونکیو او رسنیو په مخ کې تر سره کیږي.
ټول افغانستان پر ۸ زونونو وېشل شوی، چې د نوماندانو د پچې اچونې بهیر یې په تخینکي وسایلو تر سره کیږي.
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د بهرنیو اړیکو ریاست سرپرست عبدالرحیم نوښتیار وایي، چې د بهیر د رڼښت لپاره یو کس پر تخته د لیکل شوي نوماند نوم لولي؛ کله، چې یې په پچه کې نوم راووت، بیا په ځانګړي ځای کې لیکل کیږي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون غړی سید حفیظ الله هاشمي وايي، چې د پچې اچونې د بهیر له بشپړیدو سره به رای پاڼې بهر ته د چاپ لپاره واستول شي، چې چاپ به یې پېنځه دېرش ورځې وخت ونیسي.
ټاکل شوې، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د وروستي نوملړ له مخې د رای ورکولو پانې چمتو او د نوماندانو نوملړ خپور کړي.
د ولسي جرګې ټاکنې د تلې پر اته ویشتمه تر سره کیږي؛ خو په هېواد کې جنګ جګړو او د سیاسي ګوندونو او حکومت تر منځ ناندرو د ټاکنو پر بهیر سیوری غوړولی دی.
خبریاله: دیانا صمدي