تازه خبرونه

په غزني کې ۹۵ وسلوال طالبان وژل شوي- بهرامي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د دوشنبې پر ورځ په غزني ښار کې د امنیتي ځواکونو پر هوایي بریدونو ۹۵ وسلوال طالبان وژل شوي دي.

د هېواد د دفاع او کورنیو چارو وزیرانو د دوشنبې پر ورځ( دزمري ۲۲) یوې خبري ناستې ته د غزني د وروستیو امنیتي حالاتو په اړه تازه څرګندونې وړاندې کړې.

د افغانستان دفاع وزیر طارق شاه بهرامي وایي، زرګونه سرتېري غزني ته رسیدلي، چې ملي او نړیوال ملاتړ ورپه برخه دی.

دفاع وزیر بهرامي زیاته کړې، چې، د تازه دمو سرتېرو موخه له طالبانو څخه د ښار پاکول او د جګړې سمه رهبري ده.

د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک وایي، د غزني د خرابۍ مسوول طالبان دي، نه مونږ؛ځکه، نو  طالبانو ته درانده زیانونه رسیدلي، چې زمونږ جګړه مشروع ده.

نوموړي دغه راز خلکو ته د بشري مرستو پر رسولو ټینګار وکړ او وایي، چې د امنیتي ځواکونو په ګډون به د ښار ټولو خلکو ته لومړنۍ مرستې ورسیږي او په دې اړه کار روان دی.

ښاغلي برمک دا هم څرګنده کړې، چې له غزني څخه کابل ته د ټپیانو د رالیږدولو بهیر پیل شوی او ډېر ژر به دغه ښار له طالبانو پاک شي.  

دغه راز کورنیو چارو وزیر د طالبانو ټولې هغه ادعاوې رد کړې او وایي، چې د غزني د دولتي بنسټونو د نیولو په اړه د طالبانو ادعاوې دروغ دي.

هغه زیاته کړې، چې د ښار لومړۍ حوزه له طالبانو پاکه شوې او محبس د امنیتي ځواکونو په لاس کې دی.

په ښکاره په دې ماموریت کې افغان ځواکونه یوازې نه دي او په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت ځواکونو ویاند ویلي، چې په غزني کې پر طالبانو ۱۵ هوایي بریدونه د دوی لخوا تر سره شوي دي.

هغه زیاته کړې، چې غزني ښار د امنیتي ځواکونو په ولکه کې دی او هغه طالبان، چې د ښار په دننه کې دي د غزني د نیولو ځواک نلري.

په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت ځواکونو ویاند  مارتین اودانیل وایي، چې  غزني ښار د امنیتي ځواکونو په ولکه کې دی او هغه شمېر طالبان، چې د ښار په دننه کې دي د غزني د نیولو ګواښ رامنځته کولی نشي او نه یې نیولی شي؛ خو دا، چې طالبانو هڅه کړې ځان په ملکي خلکو کې پټ کړي؛  عامو خلکو ته یو ګواښ ګڼل کیدی شي.

د تېرو درې ورځو په نښتو کې د ښار ډېره برخه طالبانو تر خپلې ولکې لاندې راوستې، مخابراتي شبکو کار پریښی او د امنیتي حوزو تر څنګ په لسګونه ادارې سوځول شوې دي.

دغه راز د ښار اوسیدونکي د پاکو اوبو، برښنا او روغتیایي مرکزونو ته د رسیدو لپاره له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي.

دا په داسې حال کې ده، چې پر غزني ښار د جګړې پر څلورمه ورځ  ولسمشر غني په ځانګړې امنیتي ناسته کې سپارښتنه وکړه، چې د امنیت، پولیسو او ملي پوځ ځانګړي ځواکونه دې دغه ولایت ته ولاړ شي.

Trending

Exit mobile version