تازه خبرونه

په غزني کې د جګړې غږ د جوماتونو له لوړغږي راپورته شوی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

امنیتي سرچینو ویلي؛ په غزني کې د جمعې ورځې د سهار درې بجې(د زمري ۱۹) د هغو سیمو له جوماتونو، چې د طالبانو تر کنترول لاندې دي؛ دا غږ کیږي، چې ښار نیول شوی او خلک دې له کورونو نه را وځي. له دې غږ سره سم د حکومتي ځواکونو او طالبانو تر منځ څو ساعته ښاري جګړه پیلیږي او پېنځه ورځې دوام کوي.

سرچینې زیاته کړې، چې په هغې ورځ طالبانو لومړی د زندان پر لوري برید وکړ. په داسې حال کې، چې د عامه نظم ځواکونو له کومې وړې نښتې پرته ساحه ورخوشې کړه؛ خو پولیسو د زندان دفاع وکړه. طالبان له دې شېبې ګټه پورته کوي او د پولیسو پر قومندانۍ وردانګي. په داسې حال کې، چې دوه هاموې موتر یې د موتر بم چاودنې لپاره برابر کړي وه؛ خو ملي امنیت ریاست د پولیسو له قومنداني دفاع  ته ودریدل.

سیاسي شنونکی عنایت ناصر وایي؛ طالبانو مخکې له دې، چې د غزني پر ښار جګړه پیل کړي؛ پر ځینو برخو حاکمیت درلود. پرته له شکه، چې جګړه یې تبلیغاتي وه او د خلکو د وېرولو لپاره یې د جوماتونو لوړغږي کارولي دي.        

طالبان د ناامنه ولسوالیو له لارو غزني ښار ته ننوتل د کډوالو ښارګوټی، خشک، قاضي کلا، کډوال آهنګران، خاک غریبان او د خوږیاڼیو ولسوالۍ هغه سیمې وې، چې طالبانو وکړای شول له همدې لارو غزني ته وردننه شي. د خواجه علي واټ هغه ساحه ده، چې په لومړي سر کې د طالبانو لاسته ورځي. د کابل- کندهار د لویې لارې په اوږدو کې د حیدر آباد د پل له ساحې طالبان ښار ته ننوتي وه او دوه یمه حوزه د اور خوراک شوه. وروسته څلور سوه اتلسم کنډک، چې د پوځي وسایطو د جوړولو مرکز و، وسوځید. امنیتي ځواکونو د زندان ساتنه وکړه؛ خو له غزني ښار بهر نورې سیمې پرته له دې، چې په کې جګړه شوې وي، د طالبانو لاسته ورغلې وې.

په هغه ورځ د پلان دو ساحه او د بزازۍ سیمه، چې زیاتره په کې د خلکو دوکانونه دي، خال خال وسوځېدل؛ د ملي امنیت ریاست، د پولیسو قومنداني او د غزني د ولایت مقام د پېنځه ورځنۍ جګړې اصلي ساحې وې.

کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وایي، چې  په ټول غزني ښار کې پلټنه شوې او اړوند سیمې له طالبانو پاکې شوې او د ښار په څنډو کې مو هم د پلټنې عملیات روان دي.

ویل کیږي، چې د جګړې پر لومړۍ ورځ ۱۰۰ ځانګړي ځواکونه له پکتیا څخه د غزني مرستې ته راروان شوي وه؛ خو خلک وایي: نه پوهیږو، چې هغه ځواکونه څه شول!

خبریال: علی اصغري

Trending

Exit mobile version