تازه خبرونه

په دبۍ کې د افغانستان د غوره لیګ لوبغاړیو د پېر(Draft) مراسم نن ترسره کیږي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

افغان کرکت بورد چارواکي وايي، چې د دوشنبې پر ورځ ( د وږي ۱۹ / د سپتمبر ۱۰) به د متحدو عربي اماراتو په دبۍ کې د افغانستان غوره لیګ سیالیو لپاره د لوبغاړیو د پېر مراسم  تر سره شي.

د افغانستان کرکت بورد له لوري په یوه اعلامیه کې ویل شوي، چې د افغانستان غوره لیګ د لوبغاړیو د پېر (Draft) مراسم نن له غرمې وروسته ترسره کیږي.

د اعلامیې له مخې، د (APL) یا افغان غوره لیګ په دغو سیالیو کې د افغانستان، پاکستان سویلي آفریقا او ویست انډیز په ګډون د نږدې ۱۵ هېوادونو لوبغاړي، چې شمېر یې۳۵۰ کسانو ته رسېږي په شپږ کټګوریو کې ثبت شوي دي.

له دې مخکې ویل شوي وه، چې د غوره لیګ د پېنځه لوبډلو امتیاز اخیستو لړۍ پای ته ورسیده او د همدې لوبډلو امتیاز لرونکي به وکولی شي، چې لوبغاړي وپېري.

د تېر اګست میاشتې په نیمايي کې د کرکت نړیوالې شورا (ای سي سي) د افغانستان کرکت غوره لیګ په رسمیت وپېژاند.

له دې مخکې په افغانستان کې د کرکت کورنۍ سیالۍ د “شپږېزې” تورنمنت تر سرلیک لاندې ترسره کیدلې؛ خو دا سیالۍ د “ای سي سي” لخوا په رسمیت پېژندل شوې نه وې.

د ای سي سي لخوا په رسمیت پېژندل کیدو وروسته د نورو هېوادونو لوبغاړي کولی شي د خپل کرکت بورد په خوښه د افغانستان غوره لیګ سیالیو کې ګډون وکړي او د کرکت نړیواله شورا به د افغانستان غوره لیګ په سیالیو کې د لوبڅارانو ګومارنې او نورو اړوند برخو کې مرسته کوي.

د افغانستان غوره لیګ لوبې به د روان زېږدیز کال د اکتوبر پر پېنځمه پیل او د همدې میاشتې پر ۲۱ مه پای ته ورسېږي.

Trending

Exit mobile version