تازه خبرونه

له طالبانو مو د ملي ګټو لپاره ملاتړ کړی- پاکستان

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اعتراف کوي، چې پاکستانيو جنرالانو او استخباراتو د پاکستان د ملي ګټو لپاره له طالبانو ملاتړ کړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي وایي؛ اوس طالبان پوهیږي، چې په افغانستان کې شرایط بدل شوي او که ورته کافي انګېزه او قناعت ورکړ شي، د سولې خبرو ردولو لپاره به دلیل ونلري.

پاکستان هغه ګاونډی دی، چې د افغان حکومت له وسلوالو مخالفانو څخه پر بشپړ ملاتړ تورن شوی دی. دا، چې ولې باید اسلام آباد له ترهګرو ملاتړ وکړي؟ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي له الجزیرې شبکې سره په خپلو خبرو کې له طالبانو څخه دغه ملاتړ ته داسې پلمه جوړوي: د آی اس آی ځینې جنرالان پر دوه ګونې لوبه تورن شوي، چې هغوی د طالبانو ملاتړ کاوه. آیا دا حقیقت لري؟ هغوی له خپل هېواد سره مرسته کوله، هغوی غوښتل، چې پر داسې شرایطو لاسبري شي، چې د نورو لخوا را منځته شوي دي.

د پاکستان له نظره، په افغانستان کې شرایطو بدلون کړی او د جګړې د دواړو خواوو؛ هم د طالبانو او هم د افغان دولت وړتیاوې ښکاره دي. یعنې د سولې خبرو ته یې تازه فرصت برابر کړی؛ هغو خبرو اترو ته، چې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر په وینا، د پیل لپاره یې باید طالبانو ته بشپړه انګېزه ورکړ شي.

محمود قریشي په ډاګه کړې، چې: طالبان نشي کولی کابل ونیسي؛ دا په ټولو سیمو کې درک شوې ده. دا راز افغان دولت هم دا مساله درک کړې، چې ځینې ولسوالۍ د طالبانو تر نفوذ لاندې دي. دا یو مفهوم لري، چې د دواړو خواوو تر منځ د سولې خبرو ته یو فرصت برابر شوی دی.

افغان دولت دوه اړخیزه تمه لري؛ له یوې خوا غواړي پاکستان د طالبانو او حقاني شبکې په ګډون د ترهګرو پر وړاندې مبارزه وکړي او بلخوا د سولې په بهیر کې عملي همکاري ولري.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وایي، چې مونږ له پاکستان څخه هیله من یو، چې د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې له مونږ سره همکاري وکړي.               

په ځلونو ویل شوي، چې د افغانستان په جګړه کې پاکستانيو جنرالانو د طالبانو ملګرتیا کړې ده. په غزنې کې وروستۍ جګړه هم هغه څه یادیږي، چې په کې د پاکستانيو جنرالانو او منسوبینو لاس ښکېل ګڼل شوی دی.

پخوانی پوځي جاوید کوهستانی وایي، چې: طالبان د پاکستان د ګټو لپاره او د پاکستاني پوځ پر نیابت د افغانستان د خلکو پر ضد جنګیږي؛ ځکه، نو طالبان د پاکستان د ګټو ساتونکي دي.         

ویل کیږي، چې ټاکل شوې پاکستان په نږدې راتلوونکي کې د دیني عالمانو د یوې ناستې کوربه دی او د افغانستان سوله او جګړه به یې د خبرو اصلي ټکي وي.

خبریال: باعث حیات

Trending

Exit mobile version