تازه خبرونه
په ارګ کې د ښاروالانو درېیمه ناسته جوړه شوه
د افغانستان ولسمشرۍ د افغانستان د ښاروالانو د درېیمې ناستې کوربتوب وکړ او ولسمشر غني په کې د ښاري پراختیا په برخه کې د حکومت له ناکامیو ګیله وکړه او وایي، چې د ښاروالیو بدې حکومت دارۍ او نیمګړیو لنډمهال پروګرامونو په هېواد کې د ښار او ښاري اوسیدا کړکیچ را ولاړ کړی دی.
ولسمشر مني، چې دمګړۍ د افغانستان ښارونه د بېرته پاتې والي په حال کې دي. حال دا، چې ډېرې پیسې هم په افغانستان کې کښته او پورته شوې.
ولسمشر غني زیاتوي، حکومت هم کابل ته د پروګرامونو په عملي کولو کې پاتې راغلی او زیات پروګرامونه د کاغذ پر مخ پاتې دي.
ولسمشر ټینګار کوي، چې په کابل کې دولتي ځمکې له ارګ څخه ښکاره شوي او ښاروالۍ ترې خبر نه درلود.
د هېواد ولسمشر محمد اشرف غني دا هم څرګنده کړې، چې د دولت له ملکیتونو څخه بده استفاده روانه ده.
ولسمشر اشرف غني ټینګار کوي؛ په افغانستان کې باید هر افغان د پلاني کور لرونکی وي، چې ځان په کې خوندي احساس کړي.
نوموړي دغه راز ښاروالانو ته وویل: ما تاسې ته فرصت درکړ، چې؛ ولس ته دومره خدمت وکړئ، چې دوی پخپله رای درکړي.
هغه دا هم ویلي، چې تاسې د فرد په توګه نه، بلکې تاسې د ښاروالانو د یوې شبکې پشان د ملي خوزښت رامنځته کوونکي یاست.
په ښارونو کې د بې کیفیته ودانیو مساله بله هغه خبره ده، چې ولسمشر پرې نیوکې کوي او وایي: هغه کارونه، چې تاسې په تېرو څلور کلونو کې کړي؛ زه یې یوه وسیله او پل وم، ما د پل په څېر خپل کار کړی، تاسې له ویالې او یا له سمندر څخه تېر شوي یاست. اوس ستاسې وخت دی او زه په تاسې کې د افغانستان یو داسې ځوان نسل ګورم، چې باید ښاري سکتور ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
تاسې د حکومتدارۍ یوازنۍ سطحه یاست، چې عواید لاسته راوړئ او زه له تاسې د عوایدو لپاره ابتکاري طرحې غواړم.
ولسمشرغني د هېواد له ښاروالانو وغوښتل، چې د هېواد په ټولو ولایتونو کې باید تاریخي میراثونه بیا راژوندي کړي.
د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې رییس عبدالمتین بیګ وایي، مونږ باید خپله ناکامي د غاصب او زورواکي تر چتر لاندې پټه نکړو.
د افغانستان ولسمشر اشرف غني ویلي، چې په ښاروالیو کې د بدې حکومت دارۍ د له منځه وړلو د پلان له مخې ښارونه باید پراختیا ومومي او تولیدي شي.