تازه خبرونه

له بایو متریک بارکودونو پرته به ټولې رایې باطلې شي- کمیسیون

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي؛ هغه رایې به باطلې اعلام شي، چې د بایومتریک بارکودونه ونلري. 

بایومتریک دستګاوې به له تنظیمیدو وروسته د یکشنبې پر ورځ ولایتونو ته ولیږل شي؛ خو دا وسایل د رای ورکوونکیو په تړاو اطلاعات څه ډول ثبتوي؟

کمیسیون وایي: لومړی باید د ښي لاس د یوې ګوتې او بیا د چپې ګوتې نښان په دې سیستم کې داخل شي؛ وروسته له دې همدا دستګاه د رای ورکوونکیو معیاري انځور اخلي او وروسته بیا د اصلي تذکرې او د رای ورکولو ستیکر انځور د همدې دستګاه لخوا اخیستل کیږي. له دې پړاوونو وروسته بایومتریک دستګاه، چې له پرینتر سره نښلول شوې؛ یو ځل کود چاپوي، چې د رای ورکولو پاڼې شاته لګول کیږي او هغه پاڼه، چې د بایومتریک بارکود ونلري، باطله اعلانیږي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ویاند مرستیاله شیما علم سروش وایي: هغه کود، چې په سیستم کې دی؛ هغه پر رای پاڼې لګول کیږي او که دا کود نه وي، رای پاڼه باطله ده او رای هم نه شمېرل کیږي.د بایومتریک دستګاوې برښنا هم زیرمه کوي، چې څلیریشت ساعته کولی شي روښانه وي او کار وکړي.

دغه کمیسیون وایي، د اطلاعاتو بانک سرورونه تکراري رایې پېژندلی شي او د یوه شخص له څو کارول شویو رایو یوازې یوه رایه منل کیږي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون غړی سید حفیظ الله هاشمي وایي؛ په هغو سیمو کې، چې انترنت کار کوي له دې وسیلې څخه انلاین کار اخيستل کیږي او په هغو سیمو کې، چې انترنت نشته، دغه دستګاوې آف لاین کار کوي؛ خو څه ډول تکراري رایې پېژندل کیږي؟

نوموړی دې پوښتنې ته داسې ځواب وایي: کمیسیون غواړي؛ د یوه شخص لخوا له څو کارول شویو رایو، چې په بایومتریک سیستم کې ثبت شوي، یوازې یوه رای وشمېري، خو رای ورکوونکی لویې څارنوالۍ ته ورپېژندل کیږي.

د هغه په خبره؛ څوک، چې په بایومتریک سیستم کې له یو ځل زیات ثبت شي؛ له پنځوس تر سل زره افغانۍ جریمه او څارنوالۍ ته معرفي کیږي.

ټاکنو خپلواک کمیسیون تر دې دمه دا پرېکړه نده کړې، چې که ټاکنیزو محلونو ته بایومتریک دستګاوې ونه رسیږي، ټاکنې په کې کیږي او که نه؟

کمیسیون دا هم په ډاګه کړې، چې له دې بنسټ او سرورونو پرته بل هیڅ فرد او حتا ترهګر هم نشي کولی بایومتریک دستګاوو ته لاسرسي ومومي او اطلاعات یې ولولي؛ خو له دې وسیلې څخه د کار اخیستو لپاره ټاکنو خپلواک کمیسون غواړي ځینې کارکوونکي  وروزي.

Trending

Exit mobile version