بلخ @ps

په بغلان ولایت کې د طالبانو ۱۱ لایزري جنګیالیو ته مرګ و ژوبله اوښتې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د بغلان ولایت د پولیسو ویاند ویلي، چې د بغلان ولایت د پلخمري ولسوالۍ په سرخ کوتل سیمه کې د طالبانو لایزري جنګیالیو تېره شپه د سیمه ییزو پولیسو د سرګروپ  قومندان مبارز پر بیز وسلوال برید وکړ، چې د دغه بیز د پولیسو له ټینګار سره مخ او شاتګ ته اړ شول.  

د بغلان ولایت د پولیسو ویاند ذبیح الله شجاع څرګنده کړې، چې په دې برید کې د طالبانو د سرې قطعې ۶ کسان وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي.

شجاع دا هم په ډاګه کړې؛ طالبان نور دا ځواک نلري، چې  د بغلان د اړوند سیمو د امنیتي ځواکونو په وړاندې ودریږي.

طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي.

 بغلان ولایت یو له ناامنه ولایتونو دی، چې په لیرې پرتو سیمو کې یې وسلوال طالبان پراځې هڅې تر سره کوي.

Trending

Exit mobile version