بلخ @ps

په بغلان ولایت کې درې کلي له وسلوالو طالبانو پاک شول

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ۲۰۹ شاهین قول اردو چارواکو ویلي، چې د ملي اردو سرتېرو د بغلان ولایت په بورکه ولسوالۍ کې د وسلوالو طالبانو پر ضد عملیات تر سره کړي دي.

د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ په دې عملیاتو کې اته طالب وسلوال وژل شوي، لس ټپيان دي او یو میل روسي دهشکه هم د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلې ده.   

دغه راز په دې عملیاتو کې یو ښخ شوی ماین هم کشف او له منځه وړل شوی دی.

د دغو عملیاتو په پای کې د توده کفش، هزار سم او بابه غایب کلي هم له وسلوالو طالبانو پاک شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې دوه اوونۍ مخکې هم د دغه ولایت په دهنه غوري ولسوالۍ کې یو شمېر کلي د وسلوالو طالبانو له شتون پاک، وسلوالو طالبان ته په کې مرګ و ژوبله اوښتې او څو پټنځایونه یې هم ویجاړ شوي دي.

Trending

Exit mobile version