تازه خبرونه
په غزني کې ۱۱ وسلوال طالبان وژل شوي
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د غزني سیمه ییزو چارواکو په ډاګه کړې، چې نن له غرمې مخکې د دغه ولایت په ګیلان ولسوالۍ کې امنیتي ځواکونو ۵ وسلوال طالبان وژلي دي.
د غزني والي د رسنیو د دفتر په خبرپاڼه کې راغلي، چې امنیتي ځواکونو د ګیلان ولسوالۍ د چیرلي کلي په یوه کمین کې ۵ طالبان وژلي او امنیتي ځواکونو ته کوم زیان ندی رسیدلی.
امنیتي سرچینو ویلي، چې له تېرو ۲۴ ساعتونو راپدیخوا په مرکز او یو شمېر نورو ولسوالیو کې هم ۶ وسلوال طالبان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.