تازه خبرونه
په غزني ولایت کې ۶۴ وسلوالو مخالفانو ته مرګ و ژوبله اوښتې
د سویل ختیځ زون امنیتي ځواکونو څرګنده کړې، چې په غزني ولایت کې (۶۴) وسلوالو مخالفانو ته مرګ و ژوبله اوښتې ده.
د خبرپاڼې له مخې؛ افغان امینتي او ائتلافي هوایي ځواکونو د غزني ولایت په اندړ، ده یک، قره باغ، ګیرو ولسوالیو او مرکز پورې اړوند سیمو کې د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې ۳۵ وسلوال مخالفان وژلي، ۱۷ نور یې ژوبل کړي، چې په وژل شویو کې د ده یک ولسوالۍ لپاره د طالبانو نظامي مسوول حضرت خالد، دوه تنه سرګروپان جلیل او محمدالله هم شامل دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې ائتلافي ځواکونو د یوه هوایي برید په پایله کې د ده یک ولسوالۍ په اړوند سیمو کې یو تونس موتر، چې چاودیدونکي توکي په کې لیږدول کیدل هعم له منځه وړی دی.
همداراز امنیتي ځواکونو د کابل- کندهار لومړي نمبر لارې په اوږدو کې د قره باغ ولسوالۍ د اړوند سیمې په عملیاتو کې ۷ وسلوال وژلي، ۵ ژوبل دي او دوه نور ژوندي نیول شوي دي.
دغه راز د تندر قول اردو ماین پاکوونکیو ډلو د خوست او میدان وردګ ولایتونو په اړوند سیمو کې ۵ کړۍ ماینونه کشف او شنډ کړيدي.
دغه راز ویل کیږي، چې بهرنیو ځواکونو د ګیرو ولسوالۍ په اړوند ۱۲ وسلوال طالبان بمبارد کړي دي.
طالبانو په اړوند عملیاتو کې وسلوالو طالبانو ته اوښتې مرګ و ژوبله رد کړې او وایي، چې د اړوند سیمو ملکي او عام وګړي په کې زیانمنیږي.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د طالبانو په وړاندې د امنیتي او ائتلافي ځواکونو عملیاتو زور اخیستی دي.