بلخ @ps

په تالقان ښار کې نامسوول قومندان نوید نومی له ۷ وسلوالو سره ونیول شو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

امنیتي ځواکونو د تالقانو ښار په یوه روغتون کې تېره شپه ناوخته له ۲۴ ساعتونو کلابندۍ وروسته نامسوول قومندان نوید نومی له ۷ وسلوالو سره ژوندی نیولی دی.

پر قومندان نوید تورونه دي، چې له خلکو یې باج اخیستی او ځورولي یې دي.

د قومندان نوید د نیولو عملیاتو قومندان نظام الدین غوري وایي: د پولیسو د تکتیکونو پر بنسټ مو وکولی شول، چې نوموړی او ورسره وسلوال یې د شپې ۱۲ بجې له روغتیایي مرکزه راوباسو او بیا ټول ونیسو.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش په ډاګه کړې، چې نیول شوی قومندان له ۷ وسلوالو کسانو سره تر څېړنو لاندې دی.

نوموړي زیاته کړې، چې د قومندان نوید په ګډون ور سره مل ټول وسلوال پولیسو نیولي؛ څېړنې ترې پیل شوي او دوسیه به یې له بشپړیدو وروسته څارنوالۍ ته ولیږل شي.  

قومندان نوید له لس کلونو راپدیخوا د کندوز په خان آباد ولسوالۍ کې وسلوالې هڅې تر سره کولې او یو شمېر وسلوال کسان یې تر امر لاندې ول، چې له وسلوالو طالبانو سره به یې جګړې کولې.

سیمه ییز نامسووله قومندان نوید وایي: د خلکو په خدمت کې وم؛ ځوروونکی او باج اخیستونکی هم نه یم او خلک له ما خوښ دي.

د قومندان نوید داسې ویډیوګانې هم راوتلي، چې نوموړی د بچه بازۍ په مجلسونو کې له خپلو وسلوالو سره ناست ښکاري.

پخوانی پوځي محمد رادمنش وایي: د هېواد قوانین باید پر ټولو یو شان پلي شي؛په شمال، جنوب، ختیځ او لویدیځ کې ټول د افغانستان اوسیدونکي دي. د قانون له پلي کیدو سره به خلک هم ځانونه په هېوادنۍ هېنداره کې یو شان وویني.  

حکومت په دې وروستیو کې د نامسوولو وسلوالو قومندانانو د نیولو هڅې پیل کړې دي.

ولسمشر غني د ژنیو په غونډه کې ویلي، چې اوس هم په افغانستان کې یو شمېر سیمه ییز قومندانان د دولت له نامه څخه په ګټه پورته کولو جنایتونه تر سره کوي.

د کورنیو چارو وزارت مسوولین وايي، چې تر اوسه له دوی سره د نامسوولو وسلوالو قومندانانو پوره شمېر نشته.

ویل کیږي، چې نامسوول وسلوال قومندانان په ټول هېواد کې له پخوانیو جهادي تنظیميانو پاتې دي او د همدو له لوري ورسره مرسته او ملاتړ روان دی.

خبریال: باعث حیات  

Trending

Exit mobile version