تازه خبرونه
په ارګ کې د سولې مشورتي بورد لومړنۍ ناسته ترسره شوه
ولسمشرۍ په ډاګه کړې، چې نن( دوشنبه د لیندۍ ۲۶) له غرمې مخکې د ولسمشر غني پر مشرۍ د سولې مشورتي بورد لومړنۍ ناسته جوړه شوه.
د خبرپانې له مخې؛ د سولې مشورتي بورد ټینګار کړی، چې د اساسي قانون پر بنسټ باید د افغانستان حکومت له طالبانو سره د سولې خبرې تر سره کړي، نه سیاسي ګوندونه!
په دې ناسته کې د حکومت اجرائیه رییس عبدالله عبدالله ویلي؛ د سولې په اړه، چې هر څه تر سره کیږي؛ ټول ترې برخمن کیږي او هیڅ شی له هیچا پټ نه پاتې کیږي. مونږ ټول باید په یو صف کې د سولې له بهیر ملاتړ وکړو او پر بېلابېلو نومونو سره ونه وېشل شو.
هغه دا ټینګار هم څرګند کړی، چې د سولې د خبرو لپاره د یو مسوول ارګان په توګه د حکومت چتر یوه اړتیا ده.
د ولسمشرۍ د څرګندونو له مخې؛ په دې ناسته کې ولسمشر اشرف غني د سولې مشورتي بورد د دندو د سمونونو په اړه پر یو لړ سپارښتنو هم ټینګار څرګند کړ.
دا په داسې حال کې ده، چې د سولې د رامنځته کیدو او د روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره ملي او نړیوالې هڅې مخ پر ډېریدو دي او د سولې مشورتي بورد رامنځته کیدل هم د دغو هڅو یوه برخه ده.