تازه خبرونه

په غزني کې ۳۱ وسلوال طالبان وژل شوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو پر هوایي او ځمکنیو عملیاتود غزني ولایت د اندړ ولسوالۍ په اړوند سیمو کې ۳۱ وسلوال طالبان وژل شوي او ۵ نور ژوندي نیول شوي دي.

د غزني ولایت د رسنیو دفتر په ډاګه کړې، چې تېره شپه د هېواد کوماندو ځواکونو د دې ولایت د اندړ ولسوالۍ په میري، مدد، علیزي او کمالخېلو په اروند سیمو کې هوایي او ځمکني بریدونه کړي دي.

د دوی د ځرګندونو له مخې؛ د دغو عملیاتو په پایله کې ۳۱ وسلوال طالبان وژل شوي او د دوه وسلوالو سرګروپانو هر یو عبدالله او قاري زاهد په ګډون ۵ نور ژوندي نیول شوي دي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل تویت کې د خپلو جنګیالیو وژل کیدل رد کړي او څرګنده کرې یې ده، چې په دې بریدونو کې ملکي وګړي وژل شوي دي.  

Trending

Exit mobile version