تازه خبرونه

په روان نوي کال کې د جګړې د زور اخیستنې وړاندوینه شوې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د بحران نړیوال سازمان ویلي، چې په روان میلادي کال کې به په افغانستان کې هوایي او ځمکني بریدونه نور هم سخت شي او زور به واخلي.

 د دغې ډلې په باور اوس امریکا خپل ټول تمرکز پر پوځي عملیاتو کړی او نیت لري، چې د جګړې په ډګر کې د وسلوالو طالبانو مخه ډپ کړي او هغوی په سیاسي بهیر کې برخه اخیستو ته اړ کړي.

د بحران نړیوال سازمان وایي؛ د افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو نوې جنګي تګلاره به د دې سبب شي، چې د طالبانو پر ضد د امریکایي ځواکونو عملیات په ځانگړي توګه هوایي بریدونه نور هم ډېر شي.

دغه سازمان زیاته کړې، چې په ٢٠١٨ کې به افغان ځواکونه د طالبانو او نورو ډلو پر ضد ډېر یرغلیز بریدونه وکړي.

د دغه سازمان د ارزونو له مخې؛ د یرغلیزو بریدونو ډېرول د طالبانو د خوځښتونو مهارول آسانه کوي. د افغانستان لپاره د امریکا روانه ستراتیژي یوازې پر پوځي عملیاتو راڅرخي، چې په باور یې د دې ستراتیژۍ پر وړاندې جدي ستونزې هم شته.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري وایي، په روان ژمي کې به وسلوال مخالفین له درندو تلفاتو سره مخ شي؛ عملیات مو روان ساتلي او مخالفین به په ۲۰۱۸ کال کې د جګړې ځواک ونه لري او متحده ایالات هم پر پاکستان فشار ډېروي.

د امریکا د پوځ د مرکزي قومندانۍ قومندان جوزف وتل سپارښتنه کوي، چې په روان ژمي کې باید افغان ځواکونه پر وسلوالو طالبانو پوځي فشارونه ډېر کړي. د امریکا د نوې ستراتیژۍ له مخې به وسلوالو طالبانو ته فرصت برابر نه شي، چې په ژمي کې خپلې دمې جوړې کړي.

پوځي کارپوه عتیق الله امرخېل په دې اند دی، چې افغان ځواکونه باید پر بشپړې همغږۍ او یووالي د ترورستانو په وړاندې د ژمي عملیات پراخه کړي.

امریکايي سرتېري یو ځل بیا د افغانستان جګړې ته ستانه شوي او لومړی یې په هلمند کې د نشه يي توکو د تولید پر لویو کارخونو هوايي بریدونه پیل کړل. فکر کیږي، چې وسلوال طالبان د نشه يي توکو له درکه ډېري پیسې تر لاسه کوي.

وروستي راپورونه وايي، چې امریکايي الوتکو په بدخشان کې هم د نشه يي توکو ځينې کارخونې ویجاړې کړې دي.

Trending

Exit mobile version