تازه خبرونه
په سوریه کې۱۰ زره جنګبدونکيو افغانانو ته مرګ و ژوبله اوښتې
د فاطمیون لوا فرهنګي چارواکو په ډاګه کړې، چې په سوریه کې د جنګیدونکیو افغانانو د وژل شويو شمېر۲۰۰۰ کسانو ته رسیدلی او ۸۰۰۰ نور ټپیان دي.
ایرانيو رسنیو د دغې لوا فرهنګي مسوول زهیر مجاهد د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې، چې وژل شویو افغانانو د فاطمیونو د لوا تر چتر لاندې په سوریه کې د حکومت پر ملاتړ جګړه کوله.
د ایران د شرق ورځپاڼې د څرګندونو له مخې؛ د فاطمیونو لوا په عراق او سوریه کې له جنګیدونکیو افغان شعیه ګانو جوړه او اوس ۵ کلنه شوې، چې د سپاپاسداران د قدس ځواکونو تر مشرۍ لاندې په ایران کې له میشتو افغانانو سرتېري نیسي.
د افغان ولسمشر د دفتر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي له رسنیو سره په خبرو کې د افغانانو له یادې مرګ و ژوبلې نا خبري ښيي او وايي: لکه څنګه، چې مونږ په افغانستان کې نیابتي جګړې ته اجازه نه ورکوو دغه راز د نورو هېوادونو د میابتي جګړې مخالف هم یو.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال صبغت الله احمدي وايي، دوی هڅه کوي، چې موضوع له ایراني چارواکو او د اړوند نړیوالو ادارو سره هم شریکه کړي.
د ملي وحدت حکومت اجرائیه ریاست مرستیال محمد محقق تل دغه جنګيالي ستایلي او ایران ته یې د خپل یو سفر پرمهال د تهران یوې غونډې ته دغه جنګیدونکي افغانان د مقدساتو ساتونکي نومولي وه.
هغه مهال د ښاغلي محقق دې څرګندونې دننه په هېواد کې سخت غبرګونونه راوپارول او د خلکو له نیوکو سره مخ شو.