تازه خبرونه

په غور کې یو افغان سرتېري پخپلو ۵ ملګرو وسلوال برید کړی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د غور سیمه ییزو چارواکو خبر ورکړی، چې د د غه ولایت د مرکز په یوه پوځي اده کې د عامه امن او نظم یو سرتېري پر خپلو ۵ همکارو وسلوال برید کړی، چې په کې  دوه سرتېري وژل شوي او درې نور مرګوني ټپیان دي.

دغور ولایت امنیه قومندان غلام مصطفی محسني زیاته کړې، چې تورن سرتېري نیول شوی؛ خو تر دې دمه د پېښې په اړه بشپړې څرګندونې تر لاسه شوې نه دي.

دغه راز د غور ولایت د فیروزکوه په اړوند سیمه کې له کوره د یوې نجلۍ تېښتې دوه سیمه ییز طالب قومندانان په وسلواله نښته کې ښکېل کړل.

د غور والي ویاند عبدالحی خطیبي وایي، چې د ښکېلو غاړو په نښته کې یو کس وژل شوی او یو بل ټپي دی.

همدارنګه د دې ولایت په تولک ولسوالۍ کې د حزب اسلامي او طالبانو په نښته کې دوه ښځې وژل شوي او یو بل کس ټپي دی.

ویل کیږي، چې ډېرې نښتې د حزب او طالب قومندانانو ترمنځ له عشرو زکاته د سرغړونې په صورت کې رامنځته کیږي.   

Trending

Exit mobile version