تازه خبرونه

په افغانستان کې لس خیریه بنسټونو خپل فعالیتونه درولي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په افغانستان کې د لیرې پرتو سیمو لس خیریه بنسټونو د امنیتي ګواښونو د زیاتیدو پر دلیل خپل فعالیتونه درولي دي.

په ننګرهار کې د ماشومانو د ژغورنې پر اداره د داعشیانو له پروني برید وروسته دې بنسټ په افغانستان کې خپل فعالیتونه ځنډولي دي.

د ماشومانو د ژغورنې ادارې عملیاتي رییس کارلوس کارازانا څرګنده کړې؛ افغانستان یو له هغو هېوادونو دی، چې کار په کې ستونزمن شوی او په همدې خاطر مونږ د خپلو کارکوونکیو پر امنیت اندېښمن یو. که څه هم افغانستان ناامنه دی؛ خو اړتیا ده، چې د ماشومانو ژغورنې دفتر باید وي.

ملګرو ملتونو د ماشومانو د ژغورنې پر دفتر د چهارشنبې برید وغانده او د جګړې له ښکېلو خواوو غواړي، چې د ملکیانو او مرستندویانو ژوند ته پام وکړي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند ستیفن دوجاریک ویلي، چې د بشري حقونو سازمانونه په افغانستان کې  زیانمنو شویو ښځو او ماشومانو ته مرستې وړاندې کوي، مرستندویان هیڅکله باید د پوځي موخو په توګه په نښه نه شي.

د غیر دولتي موسسو د انسجام رییس احمدریاض صدیقي هم د مرستندویانو د فعالیتونو پر درېدو اندېښمن دی؛ خو وایي، چې د ناامنو سیمو دولس موسسو مونږ ته خپل ګزارش نه دی وړاندې کړی. له دې مخکې یې څه نا څه هڅې درلودې؛ خو اوس امنیتي ګواښونه ډېر شوي او پیسې هم نلري.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي  بیا وایي، چې د کورنیو او بهرنیو مرستندویانو لپاره د ښه کاري چاپېریال د را منځته کولو لپاره هڅې کوو، چې کارکوونکي یې  خوندي وي.

د اقتصاد وزارت د څرګندونو له مخې؛ دا مهال په هېواد کې څه باندې دوه زره مرستندوی بنسټونه شته، چې یو یې له ماشومانو د ژغورنې اداره ده. دغه بنسټ په نولس سوه اته اویا میلادي کال کې فعالیت پیل کړ، چې اوس په ۱۶ ولایتونو کې چارې په مخ وړي او شاوخوا اووه سوه زره ماشومانو ته روغتیایي او ښوونیز خدمتونه برابروي.

خبریال: لیدا نیازی

Trending

Exit mobile version