تازه خبرونه

نه غواړم له طالبانو سره د سولې خبرې وکړم-ترمپ

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ په کابل کې د وروستیو بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې اوسمهال نه غواړي د سولې په اړه له طالبانو سره خبرې وکړي.

د امريکا ولسمشر ترمپ په سپينه ماڼۍ کې خبریالانو ته ويلي؛ زه فکر نه کوم، چې مونږ به اوس له طالبانو سره خبرو ته چمتو يو. هغوی له توپير پرته خلک وژني او بيګناه خلک ووژل شول. د کورنيو پر غړیو او ماشومانو چاودني کيږي او په ټول افغانستان کې چاودنې او وژنې روانې دي.

د امريکا ولسمشر د ملګرو ملتون د امنیت شورا غړي غرمنۍ ته راببلي وه او د طالبانو د ماتولو په اړه یې دا هوډ ورته څرگند  کړ، چې دی به هغه کار وکړي، چې نورو نه دی کړی.

هغه داهم زیاته کړې؛ مونږ هغه څه ختموو، چې بايد يې ختم کړو. بل هيچا هم دا کار ختم نشو کړای، مونږ يې ختمولی شو.

ترمپ له هغې وروسته، چې په کابل کې ځانمرګي موتر بمب له ۱۰۰ ډېر ووژل او له ۲۰۰ نور یې ټپیان کړل؛ په خپل تویتر کې ولیکل، چې طالبان به بریالیتوب ته پرینږدي.

ارګ د ترمپ له دریځه ملاتړ کړی؛ ځکه ولسمشر غني وسلوالو مخالفینو ته د سولې دروازې خلاصې کړي؛ خو هغو پخپلو ځانمرګو او وسلوالو بریدونو د هغه ځواب ورکړی دی.

د ولسمشرۍ د دفتر سرپرست ویاند سید شاه حسین مرتضوي وایي، څه وخت مخکې ولسمشر طالبانو ته د سولې د خبرو فرصت ورکړ؛ خو طالبانو له خپلې شړۍ پښې راوویستې. دولت به له دې وروسته د وسلوالو مخالفینو په وړاندې له هر امکانه ګټه پورته کړي.

هغه پوځیان، چې د جګړې په ډګر کې له وسلوالو مخالفینو سره ښکېل شوي؛ نړیوال ملاتړ اړین بولي.   د ملي دفاع وزارت د پالیسۍ مرستیال تمیم عاصي ټینګار کوي، چې افغان ځواکونه به په راتلونکي پسرلی کې د نړیوالو ځواکونو له ډېرو هوایي بریدونو برخمن وي.

په کابل کې د وروستیو بریدو نو په غبرګون کې د عالمانو شورا ویاند حلیمي نن د ترمپ د څرګندونې په اړه په یوه خبري ناسته کې د یوې پوښتنې لپاره په ډاګه کړه، چې مونږ د دیني احکامو له مخې سولې ته اړ یو او جنګ د حل لار نه ده.

دا په داسې حال کې ده، چې: د امنیت شورا پلاوي څه وخت وړاندې افغانستان ته سفر کړی و او په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې نیکې هیلې ویلي وه، چې افغان حکومت له طالبانو سره خبرو ته نږدې شوی دی.

Trending

Exit mobile version