تازه خبرونه
په غور کې یوې ۱۷ کلنې نجلې ځانوژنه کړې
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د غور امنیه قومندانۍ ویاند آریانا نیوز ته ویلي دي، چې د غور ولایت د فیروز کوه ښار د سنګبار په کلې کې مهمانګل نومې ۱۷ کلنې نجلۍ د مږو دارو خوړلي او خپل خوږ ژوند یې له لاسه ورکړی دی.
د غور امنیه قومندانۍ ویاند محمد اقبال نظامي زیاتوي دې نجلۍ د خپلو ستونزو له امله ځانوژنه کړې ده.
د نظامي په وینا؛ نوموړې روغتون ته هم لیږدول شوې وه؛ خو ژوند یي له لاسه ورکړی دی.
د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د نجونو ځانوژنه ډېره شوې، چې ورته یوه پېښه په سرپل ولایت کې د یوې ۱۲ کلنې نجلۍ ځانوژنه ده، چې د کورنیو ستونزو له کبله یې د مږو دارو خورلي وه.
په هېواد کې کورنې ناخوالې، بېوسي، بې کسي او نا سم دودونه د ورته پېښو ستر لاملونه ګڼل کیږي.