سیمه ییز خبرونه
په خوست کې د نړیوالو ځواکونو پر همکارو سرتیرو موتر بم چاودنه شوې
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د خوست د امنیه قومندانۍ امنیت آمر وايي دا موتر بم چاودنه تېر مازیګر د دوه منده ولسوالۍ په سیپخیلو بازار کې رامنځته شوې ده.
د خوست د امنیه قومندانۍ امنیت آمر عبدالحنان ځدران زیاتوي، چاودنه مرګ و ژوبله لري؛ خو نړیوالو ځواکونو په دې اړه دوی ته معلومات نه دي ورکړي.
د پېښې شاهدان وايي، چې چاودنه په دې ولسوالې کې د نړیوالو ځواکونو د همکارو ځانګړیو افغان ځواکونو پر کتار رامنځته شوې، چې په کې د یادو ځواکونو قومندان سردار او د هغه درې ساتونکي وژل شوي دي.
دوی زیاتوي، له پېښه وروسته د نړیوالو ځواکونو چورلکو په دې ځای کې څو ناستې هم کړې دي. نړیوالو ځواکونو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.