تازه خبرونه
په جلال آباد ښار کې چاودنې ۱۱ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د ننګرهار ولایت چارواکو په ډاګه کړې، چې نن غرمه مهال د جلال آباد ښار په لومړۍ ناحیه کې بهسودو پله ته نږدې یوې چاودنې درې کسه ووژل او ۹ نور یې ټپیان کړي دي.
د ننګرهار والي ویاند عطاالله خویاني د څرګندونو له مخې؛ ټپیان د ننګرهار ولایت عامې روغتیا روغتون ته لیږدول شوي دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ چاودیدونکي توکي په یو موترسایکل کې ځای پرځای شوي وه.
عیني شاهدانو ویلي، چې چاودنه په داسې مهال کې رامنځته شوې، چې خلکو د حزب اسلامي د رهبر ګلبدین حکمتیار د خبرو له اوریدو وروسته د غونډې سیمه پریښودله.
تر دې دمه د پېښې مسوولیت چا پر غاوه نه دی اخیستی.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي عبدالظاهر قدیر د دغه ولایت د قومي مشرانو یوې رابلل شوې غونډې ته وویل، چې داعش ورځ تر بلې د پرمختګ په حال کې دی.