تازه خبرونه

په افغانستان کې ۶۷ ښوونځي د جګړې سنګرونه دي- د پوهنې وزارت

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د پوهنې وزارت وايي، چې د جګړې ښکېلې غاړې په بېلابېلو ولایتونو کې اووه شپېته ښوونځي د سنګرونو په توګه کاروي.

روانې جګړې او ناامنیو په یو شمېر ولایتونو کې له زدکوونکیو څخه د زدکړې حق اخیستی او د ښوونځيو دروازې تړل شوې دي.

د پوهنې وزارت مسوولین وايي، چې اوس هم زر ښوونځي تړل شوي دي.

د جګړې د ښکېلو خواوو له خوا د سنګر په توګه د ښوونځيو کارول بله هغه ستونزه ده، چې د پوهنې وزارت د مسوولینو په وینا دوی یې له ستونزو سره مخ کړي دي.

د پوهنې وزارت د خپرونو رييس کبیر حقمل د څرګندونو له مخې؛ همدا اوس ښکېلې غاړې اووه شپیته ښوونځي د پوځي مرکزونو په توګه کاروي او د وسلوالو کسانو لخوا د ښوونځيو د سوځولو پېښې هم ډېرې شوې دي.

نوموړی زیاتوي: د جګړو او ناامنیو له کبله شاوخوا درې نیم میلیون ماشومان له زدکړو بې برخې دي.

د کورنیو چارو وزارت بیا دا نه مني، چې ګواکې د دوی سرتېرو دې ښوونځي د سنګرونو په توګه کارولي وي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وایي: داسې څه نلرو، چې ښوونځی دې افغان ځواکونه د سنګرونو په توګه وکاروي؛ خو دا طالبان دي، چې له ښوونځیو څخه د سنګرونو کار اخلي.

نوموړي زیاته کړې، چې له وسلوالو مخالفینو څخه د دغو ښوونځیو پاکول مو په پلان کې دي او د ناامنه سیمو له نیولو سره سم به ښوونځي د وسلوالو له شتون پاک شي.  

د ولسي جرګې غړې فاطمه عزیز وايي؛ د افغانستان راتلونکې ډېر مهم دی او ښوونځیو ته باید ډېره پاملرنه وشي. حکومت باید د دې وړتیا پیدا کړي، چې تړلي ښوونځي پرانیزي او ماشومان دې له دې حقه نه بې برخې کیږي.

د پوهنې وزارت وايي، چې له زدکړو څخه د بې برخو ماشومانو شمېر درې نیم میلیون دی، چې پېنځه اویا په سلو کې یې نجونې دي.

ناامني، د ښځينه ښوونکیو نشتوالی، ټولنیزې ستونزې هغه څه دي، چې ښوونځيو ته د ماشومانو او په ځانګړي توګه د نجونو د تلو مخه یې نیولې ده.

خبریاله : لیدا نیازۍ

Trending

Exit mobile version