تازه خبرونه

په تېرو درې میاشتو کې امریکا پر افغانستان ۱۱۸۶ بمونه غورزولي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د روان میلادي کال په لومړیو درې میاشتو کې امریکا د افغانستان د وسلوالو طالبانو او سخت دریځو ډلو پر مرکزونو ۱۱۸۶ بمونه غورزولي دي.

د امریکا د هوايي ځواک مرکزي قومندانۍ په ډاګه کړې، چې د روان میلادي کال په لومړیو درې میاشتو کې یې د سخت دریځو پر مرکزونو یو زر و یو سل و شپږ اتیا بمونه غورزولي دي. امریکايي پوځي چارواکو په دغه شمېر د بمونو غورزول په تېرو پېنځلس کلونو کې بیساري ګڼلي دي.

امریکايي الوتکو له تېرو درې میاشتو راپدیخوا په افغانستان کې د وسلوالو طالبانو او سخت دریځو ډلو پر مرکزونو او د نشه يي توکو د تولید پر کارخونو هوايي بریدونه ډېر کړي دي.

د افغانستان د بګرام په پوځي هډه کې امریکايي قومندانان وايي؛ ډېر تمرکز یې پر دې دی، چې د ولسي وګړیو د تلفاتو مخه ونیسي.

د امریکا د هوايي ځواک د عملیاتي مرکز مرستیال مایکل برانون وایي: مونږ له عملیاتو مخکې تمرین کوو او خپل قناعت تر لاسه کوو. ځان په دې پوهوو، چې په برید کې نورو کسانو ته مرګ و ژوبله نه اوړي او دغه راز میلیونونه دالر هم وسپموو.

د افغانستان ملي دفاع وزارت وايي، چې د افغانستان دفاع وزارت په نوې جنګي ستراتیژۍ کې د هوا له لارې د وسلوالو ځپلو ته هم ځای ورکړی دی.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت د ویاند د دفتر سرپرست محمد رادمنش وايي، چې افغان ځواکونه له ۸۰ څخه تر ۱۰۰ عملیاتي دندې تر سره کوي، چې له لس څخه تر ۱۳ هغه یې هوایي بریدونه دي.

پوځي کارپوه اسدالله ندیم وايي، چې د هوا له لارې د مخالفینو ځپل یوه ګټوره لار ده؛ خو باید له هوايي بریدونو مخکې کره معلومات تر لاسه شي او ځان بشپړ ډاډمن کړي، چې ولسي خلکو ته په کې مرګ و ژوبله نه اوړي.

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده مخکې امریکايي ځواکونو د داعش پر خلاف د افغانستان د جوزجان ولایت د هوايي او ځمکنیو بریدونو ویدیو خپره کړه، چې په کې لسګونه داعشیان او د هغوی ځينې قومندانان وژل شوي دي.

خبریاله: دیانا صمدي

Trending

Exit mobile version