تازه خبرونه

له افغان ځواکونو ملاتړ روان ساتو- ینس ستولتنبرګ

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ناتو سرمنشي څرګنده کړې؛ له افغان ځواکونو سره به په سیاسي او پوځي برخو کې مرستې وکړي، چې جنګ مهار او ټاکنې په امن فضا کې تر سره شي.

ټاکل شوې د ناتو غړیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران د افغانستان عراق، سوریې، اوکراین، اردن، ایران پر حالت او د روسیې پر رول وغږیږي.

د ناتو سرمنشي له غونډې وړاندې یوه خبري کنفرانس ته وویل: ایران په سیمه کې له ځینو ترورستي ډلو ملاتړ کوي، چې دا مساله به تر بحث لاندې ونیول شي.

هغه همدا شان وویل، چې د ترورستي ډلو د ځپلو او د سولې د رامنځته کیدو په برخه کې له افغان حکومت سره په سیاسي او پوځي برخو کې مرسته کوي، چې طالبان سولې ته اړ شي.

د ناتو سرمنشي ینس ستولتنبرګ وایي: طالبان باید وپوهیږي، چې هغوی به هیڅکله د جګړې په ډګر کې بریالي نشي، مونږ به د افغان ځواکونو، د روزنې، سلا مشورو او مالي ملاتړ برخې ته دوام ورکړو او دا به یو داسې چوکات رامنځته کړي، چې په پای کې وسلوال طالبان د سولې میز ته راشي او دا ومني، چې افغانستان بېله سولې او خبرو اترو بل حل نه لري.

هغه دا هم ویلي، چې له افغان ځواکونو څخه به یې ملاتړ وکولی شي، چې په افغانستان کې راروانې ټاکنې په امن کې تر سره شي.

نوموړي ټینګار کړی؛ په افغانستان کې د ډاډمنو ټاکنو تر سره کولو لپاره ښه لار دا ده، چې له افغان ځواکونو څخه د روزني، مشورو او مالي ملاتړ په برخه کې مرسته وشي. د دې تر څنګ مونږ ناتو ځواکونو ته هم محدود صلاحیتونه ورکړي، چې په باوري توګه ټاکنې په امن فضا کې تر سره شي.

ینس ستولتنبرګ دا خبرې د ناتو د بهرنیو چارو وزیرانو له غونډې وړاندې یوه خبري کنفرانس ته کړې دي.  

د ناتو د بهرنیو چارو وزیرانو ناسته په بروکسل کې تر سره کیږي او د دغه سازمان په بله ناسته کې، چې د مې په میاشت کې جوړیږي هم د افغانستان سوله او ثبات جدي ونیول شي.

خبریال: خلیل الرحمن امید

Trending

Exit mobile version