تازه خبرونه
په خوست کې د وژل شوي خبریال او چاودنې عاملان ونیول شول
د خوست والي د پنجشنبې پر ورخ د( غویی ۲۰) د ټاکنو په اړه د عامه پوهاوي یوې سترې قومي غونډې ته په وینا کې وویل، چې امنیتي ځواکونو په خوست کې د بي بي سي خبریال احمدشاه او یعقوبیو اډې په جومات کې د چاودنې عاملین نیول شوي او له څېړنو وروسته به یې دوسیې عدلیي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي .
د خوست والي حکم خان حبیبي د یعقوبیو د نوملیکنې پر مرکز او د خبریال احمدشاه د قاتلانو له نیولو خبر ورکوي او وایي: مونږ زیانمنو کورنیو ته د عاملانو د نیولو ډاډ ورکړی و. اوس مو د دواړو پېښو عاملان نیولي او ډېر ژر به له څېړنو وروسته د قانون منګولو ته وسپارل شي.
قومي مشر ګل نواز وایي: دغه نیول شوي کسان د ملت او اسلام دښمانان دي باید پر اعدام محکوم شي.
دیني عالم محمد عارف وایي: احمدشاه د قوم او د ملت یو ښه خبریال و. د ده او د نوملیکنې پر مرکز د برید عاملان دې اعدام شي.
تېره اوونۍ نامعلومو وسلوالو په خوست کې د بي بي سي خبریال احمدشاه هغه مهال پر ډزو وواژه، چې کور ته پر لار و او روانه اوونۍ د یکشنبې پر ورځ د خوست یعقوبیو اډې په جومات کې چاودنې بیا ۱۷ کسان ووژل او۳۸ نور یې ټپیان کړل.
خبریال: فریدالله ظاهر