بلخ @ps
په بلخ ولایت کې د وسلوالو مخالفانو پر مرکزونو عملیات تر سره شوي
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
سیمه ییزو امنیتي چارواکو په ډاګه کړې، چې په بلخ ولایت کې ملي امنیتي او دفاعي سرتېرو په ګډه د وسلوالو طالبانو پر اړوند مرکزونو بریدونه کړي دي.
د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ دغه عملیات د بلخ ولایت په چمتال ولسوالۍ کې د وسلوالو طالبانو پر مرکزونو تر سره شوي، چې په کې د یادې ډلې لس کسان وژل شوي، شپږ نیول شوي او په ډېر شمېر پوځي تجهیزات او چاودیدونکي توکي د اړوند عملیاتو برخوالو تر لاسه کړي دي.
سرچینې دا هم په ډاګه کړې، چې وسلوالو طالبانو غوښتل له د دغو مرکزونو له پوځي تجهیزاتو او چاودیدونکیو توکو څخه په ځانمرګو ښاري بریدونو کې کار واخلي.